کورپاڼه / جالب / بېزو په ریکشه کې ناست سړي سل زره روپۍ تښتولي

بېزو په ریکشه کې ناست سړي سل زره روپۍ تښتولي

په هند کې د بېزوګانو بېلابېلو حرکتونو ویډیوګانې پر ټولنیزو رسنیو لاس په لاس کېږي، په ځینو پېښو کې بېزو ښوونځي ته دننه کېږي او هلته هنګامه جوړوي او کله له کوم کور څخه نوی زېږېدلی ماشوم تښتوي.

همدغسې یوه واقعه د هند د مدیا پردیش ایالت په جبل پور سیمه کې هغه وخت واقع شوه، کله چې پر سرک ګڼه ګوڼه ډېره شوه او بېزو په ریکشه کې له ناست سړي سل زره روپۍ وتښتولې.

دغه پېښه د تېرې یکشنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شوه، کله چې اغېزمن شوي شخص له دوو کسانو سره یوځای په ریکشه کې سفر کاوه او پېسې یې په یوه کڅوړه یا ټوټه کې تاو کړې. بېزو له یاد شخص پیسې واخیستې او ونې ته وخوت.

کله چې بېزو ونې ته وخته نو ټولې روپۍ یې وشیندلې، چې بیا اغېزمن شوي یوازې شپږ پنځوس زره ترلاسه کړې او نورې له لاسه ووتې او هلته کامرې هم نه وې چې د پاتې پیسو اخیستونکي وپېژندل شي.

له دې سربېره په محکمه کې هیڅ قضیه هم ثبت نه شوه ځکه چې هیڅ ثبوت شتون نه درلود. پولیس وایي چې په یاده سیمه کې خلکو بېزوګانو په خوراک روږدي کړي نو ځکه هغه هم د خلکو له لاسونو شیان اخلي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …