کورپاڼه / بېلا بېل / د الوتکې کارمندانو په لباس کې کوم بدلون راغی چې د هغوی د ځور سبب ګرځېدلی؟

د الوتکې کارمندانو په لباس کې کوم بدلون راغی چې د هغوی د ځور سبب ګرځېدلی؟

د الوتکو د کارمندان لباس یو څه مختلف جوړېږي او همدا لامل دی چې له لېرې پېژندل کېږي. د بېلګې په توګه د الوتکو د کارمندانو لباس بېل وي، د پیلوټ بېل وي او نور خپل لباس لري او د پاکونکې بیا بېل ځانګړی لباس وي.

یونیفورم هغه لباس وي چې په اغوستو د انسان شخصیت درنېږي او سکون ورکونکي هم وي، هغه شخص چې د یونیفورم په اغوستو ځان ارامه حس نه کړي، هغوی پخپل کار کې هم آرام نشي احساسولی.

نو داسې شخص باید یا خپل لباس ختم کړي او یا دې کار پرېږدي ځکه چې کار هغه وخت خوندور کېږي کله چې په خوښه ترسره شي، همدغسې یوه پېښه په اوکراین واقع شوې، چېرته چې د الوتکې کارمندې له تنګو لباسونو او اوږدو سینډلو څخه تنګې شوي.

یوه کارمنده وایي چې دولس ساعته د تنګ لباس او اوږدو سینډلو پر پښو کول د ذهني ځور سبب کېږي. دغه راز څلور ساعته صفایي کول او بیا که دویمه الوتنه هم وي نو د نور ځور سبب هم کېږي.

دې کارمندې زیاته کړې ده چې له ماسره نورې کارمندې هم شته چې هغوی په پرلپسې ډول ډاکتر ته د درملنې لپاره ځي او د اوږدو سینډلو په سبب یې د پښو نوکان خراب شوي.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …