کورپاڼه / کرکټ / د سام کرن پرځای به په نړیوال جام د هغه ورور ولوبېږي

د سام کرن پرځای به په نړیوال جام د هغه ورور ولوبېږي

د انګلستان کرکټ ملي لوبډله په نړیوال جام کې د بین سټوکس او جوفرا ارچر وروسته د یو بل الراونډر لوبغاړي سام کرن له شتون څخه بې برخې شوه.

د انګلستان کرکټ ملي لوبغاړي وروسته له هغې چې د تېرې شنبې په ورځ یې په آی پي اېل کې د چینای سوپر کینګز په ګټه د راجستان رایلز پر خلاف له توپ اچونې وروسته په ملا کې د درد احساس وکړ.

نوموړی چې کله روغتون یوړل شول او هغه یې د ملا عکسونه واخیستل شول، نو ډاکترانو سام کرن ته له لوبې څخه د دمې کولو مشوره وکړه او اجازه یې ور نکړه، چې په لوبو کې برخه واخلي.

نوموړی به اوس له عربي اماراتو بېرته انګلستان ته لاړ شي او لکه څنګه چې هغه له لوبو منع شوی، نو په نړیوال جام کې به د هغه پرځای د هغه ورور ټام کرن د انګلستان لپاره لوبه وکړي.

د یادولو وړ ده چې د انګلستان لوبډله عمان ته رسېدلې ده او هلته په تمریناتو بوخته ده. دغه راز د لوبغاړو د نشتون په اړه جوس بټلر ویلي دي چې پر دوی به د ځینو لوبغاړو نشتون فشار ونه غورځوي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …