کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راجستان د ممبۍ انډینز لپاره د ۹۱ منډو هدف وټاکه

راجستان د ممبۍ انډینز لپاره د ۹۱ منډو هدف وټاکه

د راجستان رایلز توپ وهونکي په ډېره مهمه لوبه کې ونه ځلېده، خو ممبۍ انډینز بیا په توپ اچونه کې ډېر ښه ول او راجستان رایلز یوازې ۹۰ منډې جوړې کړې.

هند تجارتي ليګ یا ای پي ایل ۵۱مه لوبه د ممبۍ انډینز او راجستان رایلز لوبډلو ترمنځ په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، چې ممبۍ د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

راجستان رایلز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۹۰ منډې وکړې، چې له ډلې يې کین ایون لویس ۲۴ او ډیویډ میلر ۱۵ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د ممبۍ انډینز له لورې له لورې په توپ اچونه کې کولتر نیل ډېر ښه وځلېده، هغه څلور لوبغاړي یې وسوځول. دغه راز جیمس نیشام درې او جسپریټ بومرا دوه ویکټې ترلاسه کړې.

د یادولو وړ ده چې د ممبۍ انډینز او راجستان رایلز لوبډلې د پلی آپ پړاو ته د تګ لپاره هڅې کوي، کومه لوبډله چې لوبه بایلي نو له مخکې تګ څخه به ښایي پاتې شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …