کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ممبۍ انډینز د راجستان لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه

ممبۍ انډینز د راجستان لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه

ممبۍ انډینز راجستان رایلز ته د سترې ماتې په ورکولو سره نه یوازې د پلی اپ پړاو هیلې ژوندۍ وساتلې، بلکې د ایشان کیشن ځلېدلو یې دغه هیلې پوره کېدونکې وښودلې

هند تجارتي ليګ یا ای پي ایل ۵۱مه لوبه د ممبۍ انډینز او راجستان رایلز لوبډلو ترمنځ په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، چې ممبۍ د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

راجستان رایلز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۹۰ منډې وکړې، چې له ډلې يې کین ایون لویس ۲۴ او ډیویډ میلر ۱۵ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د ممبۍ انډینز له لورې له لورې په توپ اچونه کې کولتر نیل ډېر ښه وځلېده، هغه څلور لوبغاړي یې وسوځول. دغه راز جیمس نیشام درې او جسپریټ بومرا دوه ویکټې ترلاسه کړې.

ممبۍ انډینز د ۹۱ منډو هدف په ۸.۲ اورونو کې د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او راجستان ته یې په ۷۰ توپونو او ۸ ویکټو ستره ماتې ورکړه، چې ایشان کیشن پکې ۵۰ منډې وکړې. د راجستان لخوا مستفیض الرحمن او چیتن سکریا یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …