کورپاڼه / جالب / هغه هنرمند چې په یو وخت بې شمېره خاکې (رسامي) جوړوي

هغه هنرمند چې په یو وخت بې شمېره خاکې (رسامي) جوړوي

په ټولنیزو رسنیو کې د اډوارډ په نوم د یو هنرمند ویډیو چې د مشهور فلم (هیري پوټر) څخه د څلور کرکټرونه رسامي کوي، پر ټولنیزو رسنیو لاس په لاس کېږي او خلک یې ډېر حیران کړي.

په عموم کې هنرمندان په یو وخت کې په یوه نقاشي یا یوې خاکې کار کوي، خو دا مهال د یوه ځانګړي او په زړه پوري نقاشۍ کوونکي هنرمند ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي.

په انسټاګرام کې د اډوارډ په نوم د هنرمند ډېرې ویډیوګانې شتون لري، چې پکې هغه په ​​یوه لاس کې لرګی په لاس کې لیدل کېږي او په لرګي کې یې له دریو څخه تر څلورو پنسلونه تړل شوي وي.

په ټولنیزو رسنیو کې چې کومه ویډیو لاس په لاس کېږي، په هغې لېدل کېږي چې نوموړی هنرمند په یو وخت کې د بې شمېره رسامیو په جوړولو کې لګیا وي.

د اډوارډ په خپره شوې دې نوې ویډیو کې لېدل کېږي، نوموړی په یو وخت کې د مشهور فلم (هیري پوټر) د څلور کرکټرونو رسامي کوي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …