کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د دنیا ۶۰ کاله عمر په نورو سیارو کې څومره دی؟ داسې معلومات چې حېران به مو کړي
د سیارو ژوند

د دنیا ۶۰ کاله عمر په نورو سیارو کې څومره دی؟ داسې معلومات چې حېران به مو کړي

زموږ په کاینات کې له دې نړۍ یا دنیا پرته نورې ډېرې سیارې دي، چې د ځینو په تړاو یې ساینسپوهان له کلونو راهیسې څېړنې کوي او په دې هڅه کې دي چې نږدې کومه داسې سیاره پېدا کړي، چې هلته انسان ژوند وکولای شي.

خو نن مو تاسې ته داسې معلومات راوړي دي چې په اورېدو به یې حېران شئ، یعنې که په دنیا کې ستاسې ژوند ۶۰ کاله وي، نو په نورو سیارو کې به بیا د همدغه ۶۰ کالو په حساب ستاسې عمر څومره وي؟

په دې اړه مشهور ساینسپوه نیل دي ګراس ټایسن معلومات خپاره کړي دي. هغه دا معلومات په خپله فېسبوکپاڼه کې خپاره کړي دي، چې د هغه عمر د اوس په حساب په نورو سیارو کې څومره دی.

نوموړی چې اوس ۶۳ کاله عمر لري، وايي چې د هغه عمر به د همدغه عمر په حساب په عطارد کې ۲۶۱.۵ کاله وي، همدا راز په زهره کې به یې بیا دغه عمر ۱۰۲.۴ کاله وي.

خو که چېرته دا عمر مریخ ته بدل کړئ، نو د نوموړي عمر بیا ۳۳.۵ کاله کېږي، په مشتري کې بیا دا عمر ۵.۳ کاله ته راښکته کېږي او په زحل سیاره کې به دا عمر بیا یوازې ۲.۱۴ کالو ته راښکته شي.

همدا راز که همدا ۶۳ کاله عمر تاسې بیا په اورانوس سیاره کې تېروئ نو دا ټول عمر به ۹ میاشتو ته راټیټ شي او تر ټولو کم عمر بیا په نیپټون سیاره کې دی، چې که چېرته تاسې دغلته ۶۳ کاله تېروئ، نو دغلته به ستاسې عمر یوازې او یوازې څلور نیمې میاشتې وي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …