کورپاڼه / جالب / هغه قبیله چې له ټولې نړۍ بیله ده او د تیږو په زمانه کې ژوند کوي
نارت سینټینل جزیره

هغه قبیله چې له ټولې نړۍ بیله ده او د تیږو په زمانه کې ژوند کوي

په تېرو سل کلونو کې نړۍ ډېر ستر او لوی پرمختګونه ترلاسه کړي دي، ان تر دې چې په دې روانه پېړۍ کې یوازې په ۲۱ کلونو کې دومره پرمختګونه شوي دي، چې که یو شل کلن مخکینی سړی دا هر څه وویني، نو ښايي چې یقین کول ورته ګران شي.

خو ستاسې لپاره به د حېرانتیا او نا اشنا خبره دا وي، چې اوس هم په دې نړۍ کې ځینې داسې قبیلې شته دي، چې هغه له نورې ټولې نړۍ بیلې دي، له نړۍ سره یې هېڅ اړیکې، راشه درشه نشته او اوس هم د ګټې یا تیږو په زمانه کې ژوند کوي.

داسې لسګونه قبیلې په نړۍ کې شته، چې له نورو انسانانو ډېرې لیرې پرتې دي او که یو څوک هڅه هم وکړي چې دغه خلکو ته ورشي، نو هغوی یې مخنیوی کوي، له دغه ځایه هېڅوک هم بهر نه راوځي او دوی خپل ژوند او خپل ځانونه په یو ځای کې محدوده کړي دي چې هماغلته سل یا دوه سوه کاله پخواني طرز باندې ژوند تېروي.

په همدغه قبیلو کې یوه قبیله بیا د نارت سینټینل ایلېنډ کې ژوند کوي، دا د اندامان جزیرو برخه ده، خو په دوه جزیرو کې بیا دا قبیله ژوند کوي، چې مهمه جزیره یې د نارت سینټینل په نوم ده، چې شاوخوا ۶۰ کیلومتره ساحه لري.

که په سمندر کې دغه جزیرې ته پام وشي نو له هند څخه ډېرې لیرې دي، خو دا جزیرې د هند برخه دي، خو د هند حکومت ډېر مخکې دغه دوه جزیرو ته د هر ډول خلکو په ورتګ باندې بندېز لګولی دی او هیچا ته هم اجازه نشته، چې د دغه قبیلې خواته ورشي او یا هم ورسره وویني.

هند یو وخت د دغه قبیلې سره د خبرو لپاره یوه کومیټه جوړه کړې وه، چې دغه کومیټې لسګونه کاله هڅه وکړه چې د یادې قبیلې سره خبرې وکړي او دوی دې ته راضي کړي چې له خپلې جزیرې بهر راووځي، یا هم حکومت هلته ورشي او د ژوند اسانتیاوې ورته برابرې کړي، خو کله چې هم څوک دغه جزیرې ته ورځي، نو د یادې قبیلې خلک ورسره یوازې او یوازې د جنګ لپاره تیارېږي او څوک دې ته نه پرېږدي چې مخکې ورشي.

دغه جزیرې ته هغه مهال، چې په هندوستان باندې انګلیسانو حکومت کاوه، انګلیسان ورغلي و او له دغه جزیرې څخه یې یوه کورنۍ هم راویستې وه، چې ښځه خاوند او ماشومان یې لرل، خو په اړه یې ویل کېږي چې کله یې دا کورنۍ له جزیرې بهر راوویسته، نو څو ورځې وروسته دغه ښځه او سړی مړه شو او انګرېزانو هغه ماشومان بېرته په دغه جزیره کې خوشې کړل.

په دغه جزیره کې اوسېدونکي خلک اوس هم د پخوانۍ زمانې، چې د تیږو زمانه هم ورته ویل کېده، په څېر ژوند کوي، کالي یې په بدن نه لیدل کېږي، غشي ورسره وي او هماغه ډول په ځنګل کې د خپل ځان ساتلو او ژوند کولو هڅې کوي، چې سلګونه کاله مخکې انسانانو کاوه.

تراوسه پورې دا هم نه ده معلومه شوې، چې د دغه جزیرې خلک کوم مذهب او کومه ژبه لري او ایا ژبه لري هم او که نه، دا د هغه یو شمېر قبیلو څخه ده، چې د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې ژوند کوي او له نورې ټولې نړۍ څخه ناخبره دي، دوی له خپلې جزیرې پرته د بل هېڅ شي په اړه معلومات نه لري او هر څه او ټول معلومات یې په همدغه جزیره پورې تړلي دي.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي ولې تړل شوی دی؟

د هند کرکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشر ویرات کوهلي یو داسې عکس په دې ورځو …