کورپاڼه / ليکنې / د حسد کوونکو کسانو ځینې نښې نښانې

د حسد کوونکو کسانو ځینې نښې نښانې

زموږ پر شاوخوا راټول ځینې داسې خلک هم شته چې هغوی زموږ له بریا او خوښۍ د حسد په لمبو کې سوځي او دا هرڅه د هغوی له ناوړه چلندونو څخه معلومېږي. خو په نړۍ داسې کسان هم لږ نه دي چې هغوی په آسانۍ سره خپل زهر پټوي او خوږې خبرې کوي، نن درته هغه نښې، نښانې ښیو چې د یوه شخص حسد راته ښکاره کوي.

په ستاینه کې پټ طنز: ((ما اورېدلي تاته دنده پیدا شوې، ډېر دې درته مبارک وي، خو شرکت هغه چاته اړتیا لري چې هغوی لږه تجربه لري، خو ځه خیر بیا دې هم مبارک وي)) وګورئ چې په دې جملو څومره حسد پټ و، نو حاسد کسان دغسې نېش استعمالوي.

پخوانۍ تېروتنې یادول: د حاسد ملګري یوه نښه دا هم وي چې هغوی هیڅکله پخوانۍ تېروتنې نه هېروي او هر وخت یې درته یادوي ترڅو تاسې پر ځان باور ونه لرئ.

په خوښۍ کې نه شریک کېدل: کله چې تاسې د خپلې خوښۍ یا بریا په خوشحالۍ ملګري راغواړئ نو هغوی ستاسو په خوښۍ کې ګډون کول نه غواړي، که چېرته څو ځلې دا کار تکرار شو نو پوه شئ چې هغوی له تاسو سوځي.

پسې شا خبرې کول: ځینې وخت داسې هم وي چې ستاسو ملګری په ځان نه پوهېږي چې له تاسو سره حسد لري، نو که چېرته کوم دریم شخص ستاسو د ملګري په اړه طنزیه خبرې کوي نو ستاسو په نشتون کې هم ځان سم او ښه ثابتولی شي.

ستاسو خواري (بخت) ګڼي: دا جمله به مو ډېره اورېدلي وي چې ستاسو خو بخت ښه دی، خو که چېرته کوم څوک ستاسو خواري هم ښه بخت ګڼي نو دا د حسد یو وړوکی مثال دی.

په خوښۍ کې غم یادول: حاسد ملګری مو هیڅکله خوښ نشي لېدلی او کله چې د خوښۍ او خوشحالۍ موقع وي نو هغه وخت داسې خبرې کوي چې زړه درته خپه کوي.

څارنه کول: هغه کسان چې تاسې سره حسد لري هغوی تل هڅه کوي چې ستاسو د څارنې لپاره ستاسې ترڅنګ واوسي، ځکه هغوی غواړي چې تاسې کوم کارونه ترسره کوئ.

دا هم ولولئ

د میلیاردرو اشخاصو درې عادتونه

ټول ژوند زده کړه کوي: زیاتره میلیاردر اشخاص ځان جوړوونکي وي، دوی د نړۍ او هیواد …