کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د شهزاد ښې توپ وهنې چیتوان تر پایلوبې ورساوه او د لیګ غوره توپ وهونکی هم دی

د شهزاد ښې توپ وهنې چیتوان تر پایلوبې ورساوه او د لیګ غوره توپ وهونکی هم دی

د اېوریسټ لیګ د کوالیفایر په لوبه کې محمد شهزاد ښه توپ وهنه وکړه، چې نه یوازې لوبډلې یې پایلوبې ته لار وموندله بلکې د یاد لیګ د ډېرو منډو جوړونکو په کتار کې لومړی راغی.

نن نیپال په غوره لیګ کې د پوکارا رهینوس او چیتوان ټایګرز لوبډلې سره په کوالیفایر په لوبه کې مخ شوې، چې چیتوان د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې وکړه.

پوکارا رهینوس لوبډلې په ۱۵ اورونو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او یوازې ۶۶ منډې یې جوړې کړې، چې له ډلې ریچارډ لیوي ۱۹ ترټولو زیاتې منډې وکړې او د چیتوان لخوا شاداب عالم او ساګر داکال څلور-څلور لوبغاړي وسوځول او کریم جنت هم یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د چیتوان ټایګرز لوبډلې د ۶۷ منډو هدف د یو لوبغاړي په سوځېدو په ۷.۵ اورونو کې پوره کړ او پوکارا ته یې په ۹ ویکټو او ۷۳ توپونو ستره ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار وموندله.

د چیتوان لخوا محمد شهزاد ترټولو ښه توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، هغه په ۲۶ توپونو ۴۸ منډو باندې وسوځېده او په دې سره د ۱۹۶ منډو په لرلو د اېوریسټ لیګ غوره توپ وهونکی شو.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …