کورپاڼه / خبرونه / د افغانستان ملي لوبډله د قطر په لور وخوځېده

د افغانستان ملي لوبډله د قطر په لور وخوځېده

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په نړیوال جام کې د ګډون په موخه د قطر پر لور په داسې حال کې وخوځېده، چې لا یې هم د عربي اماراتو په وېزو کې ستونزې دي.

د کرکټ لیډ ورزشي ویبپاڼې د راپور پر اساس ویل کېږي، چې نن ورځ ملي لوبډله قطر ته روانه شوه، خو د عربي اماراتو وېزې یې ستونزې لري. په راپور کې دا هم ویل شوي چې په لوبډله کې داسې لوبغاړي اماراتو ته لاړل، چې هغه نه په نوملړ کې نه ول اعلان شوي.

د یادولو وړ ده چې نړیوال جام د راتلونکې اکتوبر میاشت په ۱۷مه نېټه پېلېږي او افغانستان به خپله لومړنۍ لوبه د همدې میاشتې په ۲۵مه نېټه ترسره کړي.

که څه هم د کرکټ نړیوالې شورا ټولو لوبډلو ته د اکتوبرې تر شپاړسمې نېټې پورې وخت ورکړی، چې خپله وروستۍ پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړي، خو افغان لوبډلې تر دا مهاله نه ده اعلان کړې.

دغه راز د افغان لوبډلې دوو لوبغاړو رحمن الله ګربز تېره ورځ دوبۍ ته د تګ خبر ورکړی او دوه نور لوبغاړي محمد شهزاد او کریم جنت په نیپال کې ده او درې لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او مجیب ځدران بیا په دوبۍ کې دي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …