کورپاڼه / کرکټ / ای سي سي د سپتمبر میاشتې د غوره لوبغاړي جایزې ته نوماند لوبغاړي اعلان کړل

ای سي سي د سپتمبر میاشتې د غوره لوبغاړي جایزې ته نوماند لوبغاړي اعلان کړل

د کرکټ نړیوالې ادارې (ای سي سي) د سپتمبر میاشتې د غوره لوبغاړي جایزې ته د نوماندو لوبغاړو نومونه اعلان کړل، چې په دې کې د بنګله دېش، نیپال او امریکا لوبغاړي شامل دي.

ای سي سي چې هره میاشت یو لوبغاړي ته د غوره لوبې کونې له امله جایزې ورکوي، اوس یې د سپتمبر میاشتې لپاره یې هم نوماندان اعلان کړل، چې یوازې یو یې د بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلې څخه دی.

په دې ډله کې د بنګله دېش نسوم احمد چې د نیوزیلېنډ پر وړاندې په شل اوریزه لوبلړۍ کې کې ښه وځلېد او ترڅنګ یې د نیپال ورو توپ اچونکی سندیپ لمیچاني، چې په دې وروستیو کې ښه توپ اچونه ترسره کېږي، انتخاب شو.

دریم لوبغاړی چې د سپتمبر میاشتې د غوره لوبغاړي جایزې ته انتخاب شوی، هغه امریکایي لوبغاړی ملهوترا دی. نوموړي د پاپو نیوګینیا پر وړاندې په یوه ورځنۍ لوبه ۱۷۳ ناسوځېدلې منډې وکړې او په یو اور کې شپږ پرلپسې شپږیزې هم ووهلې

د یادونې وړ ده چې یادو لوبغاړو ته د هغوی مینه وال هم رایې ورکولی شي او هر چا چې ډېرې رایې ترلاسه کړې، نو هماغه به د ای سي سي د یوې ځانګړې کمېټې له خوا د میاشتې غوره لوبغاړی اعلان شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …