کورپاڼه / کرکټ / د کیرن پولارډ په پنځو غوره لوبغاړو کې څوک-څوک شامل دي؟

د کیرن پولارډ په پنځو غوره لوبغاړو کې څوک-څوک شامل دي؟

کیرن پولارډ په شل اوریزو لوبو کې له ۵۵۰ څخه ډېرې لوبې کړي او ددې لوبو پرمهال د نړۍ له مشهورو لوبغاړو سره مخ شوی. نوموړي له آی سي سي سره په خبرو کې د شل اوریزو لوبو د پنځه غوره لوبغاړو نومونه اخیستي.

د هغه په دې پنځه کسیزه لوبډله کې لومړنی نوم د کریس ګیل دی. کریس د شل اوریزو لوبو د توپ وهونکو لپاره د یو وېرونکې خوب په څېر دی او همدا بسنه کوي چې په شل اوریزو لوبو کې له ۱۳۰۰۰ څخه ډېرې منډې لري.

دویم نوم د سریلانکا د پخواني تیز توپ اچونکي لاسیت ملینګا دی، نوموړی چې په شل اوریزو لوبو ډېر ریکارډونه له ځان سره لري، توپ وهونکو به یې د توپ اچونې پر وړاندې له ستونزو سره مخ ول.

دریم نوم بیا د سنیل نارین دی، ناراین له ۲۰۱۰ راهیسې خپل کیریر پیل کړی او له هماغه راهیسې په ښي لاس اف سپین توپ اچونه کوي، نوموړی د شل اوریزو لوبو یو له غوره توپ اچونکو څخه دی، چې په ویکټو کې هم دریم ځای لري.

څلورم نوم بیا د مهیندر سینګ ډهوني دی. ډهوني نه یوازې یو فکر لرونکی لوبغاړی او ویکټ ساتونکی دی، بلکې کولی شي چې لوبې ته یو ښه پای هم ورکړي او پنځم نوم پولارد خپل ځان یاد کړی او ویلي چې په شل اوریزو لوبو کې زما ریکارډ پخپله خبرې کوي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …