کورپاڼه / تجارتي ليګونه / سنرایزر حیدر آباد له پرلپسې ماتو وروسته بریا خپله کړه

سنرایزر حیدر آباد له پرلپسې ماتو وروسته بریا خپله کړه

د سنرایزر حیدر آباد لوبډله چې سږ کال د آی پي اېل په سیالیو کې هیڅ ښه ونه لوبېده، په خپله دیارلسمه لوبه کې یې دریمه بریا خپله کړه.

هند تجارتي ليګ یا ای پي ایل ۵۲مه لوبه د رایل چیلنجر بېنګلور او سنرایزر حیدر آباد لوبډلو ترمنځ په ابو دوبۍ کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، چې بېنګلور د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

سنرایزر حیدر آباد په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۱ منډې وکړې، چې له ډلې يې جیسن رای ۴۴ او کین ویلیمسن ۳۱ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د رایل چیلنجر بېنګلور له لورې له لورې په توپ اچونه کې هرشل پټیل ښه وځلېده. دغه راز دن کریستن دوه او جورج ګارټن او چاهل یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

بېنګلور ونشو کړای چې یاد هدف ترلاسه کړي او د شپږ لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۳۷ منډې وکړې او په ۴ منډو یې لوبه وبایلله، چې له ډلي یې پاډیکال ۴۱ او میکسویل ۴۰ منډې وکړې. د حیدر آباد لپاره راشد، هولډر، بوینشور کمار، عمران ملک، سدرات کول یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …