کورپاڼه / کرکټ / ارون فینچ: زه د ډیویډ وارنر په چمتوالي هیڅ شک نلرم

ارون فینچ: زه د ډیویډ وارنر په چمتوالي هیڅ شک نلرم

د استرالیا ملي لوبډلې پیلیز توپ ډیویډ وارنر، چې د آی پي اېل لوبو کې دوه ځلې د خرابې لوبې په سبب له لوبې کېنول شو، په ملاټر ارون فینچ وایي چې هغه باید په نړیوال جام کې د استرالیا لپاره پیلیزه توپ وهنه وکړي.

ډیویډ د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر راهیسې د استرالیا لپاره هیڅ شل اوریزه لوبه نه ده ترسره کړې او په څلورو لوبلړیو کې له ۱۴ لوبو محروم پاتې شو.

دغه راز د ۲۰۲۱ کال آی پي اېل لوبو په لومړۍ پړاو کې یې په اتو پاڼیو کې یوازې دوه نیمه سلیزې ووهلې او د ۱۰۷.۷۳ سټرایک ریټ یې ددې لامل شو، چې له لوبډلمشرۍ کېنول شي او په دویم پړاو لوبو کې د ۰ او ۲ منډو په سوځېدو له لوبې کېنول شو.

خو ارون فینچ، چې د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر دی، د ډیویډ وارنر د پیلیزې توپ وهنې ملاتړ کوي او وایي چې هغه د استرالیا لپاره تر اوسه پورې د غوره لوبېدونکو لوبغاړو څخه دی.

نوموړي زیاته کړې، زه د هغه په چمتوالي هیڅ شک نلرم. فینچ پخپله هم د ټپي کېدو په سبب د بنګله دېش له لوبلړۍ ناست و، خو اوس وایي چې د نړیوال جام لپاره بالکل چمتو دی.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …