کورپاڼه / ريکارډونه / شعیب ملک د شاهد اپریدي ریکارډ مات کړ؛ په دې ریکارډ کې افغان لوبغاړي هم شامل دي

شعیب ملک د شاهد اپریدي ریکارډ مات کړ؛ په دې ریکارډ کې افغان لوبغاړي هم شامل دي

پاکستانی لوبغاړی شعیب ملک د اسیا په کچه لومړنی لوبغاړی شو، چې په شل اوریزو لوبو کې یې د غوره لوبغاړي په توګه ترټولو زیاتې جایزې اخیستي، له ده وړاندې دا ریکارډ له شاهد افریدي سره و.

شعیب ملک تېره ورځ د پاکستان په کورنیو لوبو (ملي اتلولۍ) کې د سند لوبډلې پر وړاندې ۸۵ غوره منډې جوړې کړې، چې بیا یې د غوره لوبغاړي جایزه هم واخیسته، چې دا ۳۵مه د غوره لوبغاړي جایزه وه.

نوموړي په ۴۴۰ شل اوریزو لوبو کې ۳۵ ځله د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی. له هغه وروسته دویم مقام له شاهد افریدي سره دی، چې په ۳۲۶ لوبو کې ۳۴ ځله، افغان الرونډر محمد نبي په ۳۰۳ لوبو کې ۳۲ ځله د غوره لوبغاړي جایزه اخیستې.

دغه راز پاکستانی ویکټ ساتونکی کامران اکمل بیا په ۲۸۱ لوبو کې ۲۹ ځله او افغان ورو توپ اچونکي راشد خان په ۲۸۲ لوبو کې ۲۹ ځله د غوره لوبغاړي جایزه ګټلې ده.

له راشد خان وروسته په اسیایي لوبغاړو کې روهیت شرما، ویرات کوهلي، شکیب الحسن، اظهر محمود او محمد حفیظ هغه لوبغاړي دي چې د غوره لوبغاړي په توګه یې ډېرې جایزې ترلاسه کړي.

دا هم ولولئ

بابر اعظم د کریس ګیل ریکارډ مات کړ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپ وهونکي بابر اعظم په شل اوریزو …