کورپاڼه / روغتيا / په وطنیو غوړیو په حیرانوونکې توګه وزن کم کړئ

په وطنیو غوړیو په حیرانوونکې توګه وزن کم کړئ

موږ تل په کورونو کې له مشرانو څخه اورو چې د وطني غوړیو استعمال وزن ډېروي، خو دا خبره غلطه ده بلکې د غوړیو استعمال په حیرانوونکې توګه وزن کموي. ښایي تاسو حیران شئ خو دا خبره بالکل رښتیا ده او خلکو له ځانه پسې خبرې جوړې کړي.

په عام ډول د وطنیو غوړیو استعمال په اړه خلک په دې نظر دي چې وزن ډېروي، خو دا چې وطني غوړي باید هیڅ استعمال نشي دا مشوره هم غلطه ده. وطني غوړ هغه وخت وزن ډېروي کله چې له اړتیا ډېر استعمال شي.

د خوراکي توکو کارپوهان وایي که چېرته غواړئ وزن مو کم کړئ نو ددې لپاره باید هره ورځ له دوه زره کالورۍ څخه ډېره ترلاسه نکړئ او دوه زره کالوري باید له متوازن خوراک څخه ترلاسه شي.

یعنې دوه زر کالوري باید له ۲۰-۳۵ سلنه غوړو، له ۳۰- ۳۵ پروټینو او په همدې اندازه له کاربوهایډریټو ترلاسه کړو، که چېرته له دې ډېر غذایي توکي استعمالوو نو وزن به ډېرېږي.

که چېرته غواړئ د وطنیو غوړیو په استعمال سره وزن کم کړئ نو هره ورځ په خپل خوراک کې له ۴۴-۷۷ ګرامو پورې وطني غوړي استعمالولی شئ او دا خوراک د ټولې ورځې خوړو لپاره دی له دې ډېر استعمال څخه باید ډډه وشي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …