کورپاڼه / هنر او کلتور / فرزانه ناز: زه له موسیقۍ سره مینه لرم او په هیڅ قیمت یې نه بس کوم

فرزانه ناز: زه له موسیقۍ سره مینه لرم او په هیڅ قیمت یې نه بس کوم

د پښتو او دري ژبې سندرغاړي فرزانه ناز هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې نوموړې د پیسو په بدل کې سندرو ویلو ته شا کړه او له دې وروسته به هغه سندرې نه وایي.

څه موده وړاندې په ټولنیزو رسنیو داسې راپورونه خپاره شول، چې فرزانه ناز هره میاشت د څلویښت زره افغانیو په بدل کې سندرې ویل بس کړي.

په دې اړه رسنیو ادعا کوله چې فرزانه ناز پخپله هم په میاشتني ډول څلویښت زره افغانۍ منلي او دغه روپۍ یې دوه میاشتې وړاندې له جنرال مبین څخه ترلاسه کړي.

خو اوس فرزانه ناز پخپله فیسبوکپاڼه دغه راپورونه جعلي وګڼل او زیاته یې کړه چې په داسې رسنیو باور مه کوئ، زه له موسیقۍ سره مینه لرم او په هیڅ قیمت به یې بس نه کړم.

د یادولو وړ ده، فرزانه د یو پښتو ژبي پلار او دري ژبې مور لور ده، هغه په بغلان کې زېږېدلې، (زه یم پیغله د کابل) له سندرې یې شهرت ترلاسه کړ او اوس په هند کې ژوند کوي.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …