کورپاڼه / کرکټ / شاهد افریدي د ویرات کوهلي په ستاینه کې ټویټ کړی دی

شاهد افریدي د ویرات کوهلي په ستاینه کې ټویټ کړی دی

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او پښتون لوبغاړي شاهد افریدي د هند کرکټ ملي لوبډلې مخکښ توپ وهونکې ویرات کوهلي په ستاینه کې ټویټ کړی دی.

شاهد افریدي د هندي لوبډلمشر د تمرین کولو پر یوه ویډیو غبرګون څرګند کړی او ویلي یې دي، چې هغه د ویرات کوهلي په لېدو ښه احساس کوي.

نوموړي دغه راز په تبصره کې ویلي دي، چې یو غوره لوبغاړی تمرین یا پریکټس ته سل سلنه وخت ورکوي او دا عادت یا صفت په ویرات کوهلي کې شته دی.

باید یاده کړم چې رایل چیلنجر بېنګلور د ویرات کوهلي په لوبډلمشرۍ د آی پي اېل په روان پړاو سیالیو کې د پای اپ سیالیو ته لار موندلې ده.

دغه راز نوموړي پرېکړه کړې، چې د روان نړیوال جام وروسته د شل اوریزو لوبو لوبډلمشري پرېږدي او دا یې هم ویلي چې په آی پي اېل کې به یې د لوبډلمشرۍ وروستی سیزن وي او له دې وروسته ترې استعفاء ورکوي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …