کورپاڼه / جالب / آیا د مارانو د ټاپو په اړه معلومات لرئ؟

آیا د مارانو د ټاپو په اړه معلومات لرئ؟

په نړۍ کې داسې ځایونه هم شته چېرته چې خلک له وېرې هلته تګ نه غواړي، خو دا هیله ضرور لري چې د داسې ځایونو په اړه معلومات ترلاسه کړي، چې هلته د تګ پرمهال له ځان سره زر ځلې فکر کوي.

نن درته د سویلي امریکا په برازیل هېواد کې د یوه داسې ټاپو په اړه معلوماتو درکړو، چېرته چې انسان ژوند نه کوي بلکې هلته د مارانو بادشاهي ده. دغه ټاپو ساو پالو له ساحل څخه ۱۵۰ کیلو میتره په فاصله پروت دی او اله دا کویماډا ګرانډی نومېږي.

په برازیل کې دغه ټاپو د مارانو د ټاپو په نوم سره هم یادېږي او لامل یې دادی چې په دې ټاپو کې په هر قدم زهرجن ماران ژوند کوي او ددې ځای مارانو ځینو ډولونه په نوره نړۍ کې نشته او ویل کېږي چې په دې ټاپو کې په زرګونه ماران شتون دی.

دغه راز ددې ټاپو په اړه نور خبرې هم مشهورې دي او ویل کېږي چې یو ماهي نېونکی دې مارانو مړ کړی و، چې بیا یې جسد د اوبو په یو ډنډ کې وموندل شو. ماهي نېونکی په دې نظر و چې دلته یوه خزانه ده او د هغې ساتنه ماران کوي خو په رسمي ډول یادې خبرې حقیقت نلري.

د برازیل حکومت ددې لپاره چې د انسانانو ژوند خوندي وي یاد ټاپو ته د عامو خلکو په تګ بندیز لګولی او هلته د تګ لپاره باید ځانګړی اجازت نامه ولرې.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …