کورپاڼه / کرکټ / انګلستان راضي شو چې استرالیا ته د لوبو لپاره سفر وکړي

انګلستان راضي شو چې استرالیا ته د لوبو لپاره سفر وکړي

له ډېرو ناستو او خبرو وروسته د انګلستان کرکټ ملي لوبغاړي په دې راضي شول، چې هغوی به استرالیا ته ځي او هلته به د دواړو لوبډلو ترمنځ په ایشیز سیالیو کې برخه اخلي.

دا په داسې حال کې وه، چې له دې وړاندې د انګلستان کرکټ لوبډلې استرالیا ته د تګ لپاره زړه نه ښه کاوه لو هلته د کرونا وایروس څخه د خوندیتوب لپاره له سخت چاپیریال او شرایطو اندیښمن کړي ول.

پخواني لوبغاړي کیون پیټرسن ویلي ول، که زه هم شم نو استرالیا ته نه ځم، ځکه لوبغاړي د کرونا له سخت چاپیریال څخه ستړي دي او استرالیا باید لوبغاړو ته د کورنۍ سره د تګ اجازه ورکړي او شرایط دې هم یو څه ښه کړي.

دغه راز جو روټ هم ویلي ول چې زه نه غواړم په دې حالاتو کې استرالیا ته سفر وکړم او جوس بټلر ویلي چې زه اوس هم نه غواړم چې استرالیا ته لاړم او د ایشیز لوبلړۍ ترسره کړم.

د ایشیز ټیسټ لوبلړۍ د استرالیا او انګلستانۍ ترمنځ په هرو دوو کلونو کې یو ځل ترسره کېږي او سږ کال به د راروانې دسمبر او جنورۍ کې ترسره شي او د تېر پړاو سیالیو اتلولي استرالیا ګټلې ده.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …