کورپاڼه / کرکټ / د نړیوال جام لپاره د لوبڅارانو نومونه څرګند شول

د نړیوال جام لپاره د لوبڅارانو نومونه څرګند شول

د شل اوریزو لوبو نړیوال جام د روانې اکتوبر میاشتې په ۱۷مه نېټه د هند په کوربتوب په عمان او عربي اماراتو کې ترسره کېږي، چې لومړنۍ لوبه به یې د عمان او پاپو نیوګینیا ترمنځ وي.

لکه څنګه چې نړیوال جام ته لاهم لس ورځې وخت شته نو د کرکټ نړیوالې شورا هم ورته لوبڅاران اعلان کړل. د آی سي لخوا د اعلان شوو لوبڅارانو شمېر تر شل تنو پورې رسېږي، چې نوملړ یې په لاندې ډول دی:

کریس براون، علیم ډار، کمار دھرماسینا، ماریس ایرسموس، کریس ګافني، مایکل ګوګ، اډریان هولډسټاک، ریچارډ ایلینګورت، ریچارډ کیټلبورو، نیتین مینون، احسان رضا، پال ریفل، لینګټن روسیر، روډ ټکر، ډیویډ بون، جیف کرو، رنجن مادوګلي، جاواګل سریناتجویل ولسن او پال ولسن.

د نړیوال جام د لومړۍ لوبې لوبڅاري به د سریلانکا کمار دهرماسینا او نیوزیلېنډ کریس ګافني کوي او دریم لوبڅار به یې رنجن مادوګلي وي او د ټي وي لوبڅار به ریچارډ کیټلیبورو او څلورم لوبڅار به احسان رضا وي.

د یادولو وړ ده چې په نړیوال جام کې به افغان لوبډله خپله لومړنۍ لوبه د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۵مه نېټه ترسره کړي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …