کورپاڼه / خبرونه / عظمت الله عمرزی له یو بریالي سفر وروسته بېرته هېواد ته راستون شو

عظمت الله عمرزی له یو بریالي سفر وروسته بېرته هېواد ته راستون شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان الراونډر لوبغاړی عظمت الله عمرزی له یو بریالي سفر وروسته بېرته هېواد ته راستون شو. هغه د نیپال غوره په څلورم پړاو سیالیو کې ولوبېده.

عظمت الله عمرزی د لومړي ځل لپاره د اېوریسټ سیالیو کې د نورو افغان لوبغاړو ترڅنګ اخیستل شوی، له لالیتپور پاتروتس لوبډلې سره ولوبېږي.

نوموړي په یاد لیګ کې په پرلپسې ډول ښه لوبې وکړې، هغه د یاد لیګ ترټولو چټکه نیمه سلیزه هم ووهله او دې هدف ته یې په ۲۱ توپونو ځان ورساوه.

په مجموعي ډول عمرزی په دوو لوبو کې ډېر ښه وځلېده، چې یوه لوبه کې ۴۲ منډې او دوه ویکټې او بله لوبه کې یې ۵۷ منډې او څلور ویکټې ترلاسه کړې.

نوموړي، چې تېره ورځ لوبډله له مخکې تګ څخه پاتې شوه، نن پخپله فیسبوک پاڼه ولیکل چې د نیپال سفر یې پای ته ورسېده او بېرته د هېواد پر لور راروان شو.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …