کورپاڼه / تجارتي ليګونه / چینای د پنجاب کینګز لپاره د ۱۳۵ منډو هدف کېښود

چینای د پنجاب کینګز لپاره د ۱۳۵ منډو هدف کېښود

د چینای سوپر کینګز لپاره د ویست افریقا لوبډلې پخواني لوبډلمشر ډېره ښه توپ وهنه وکړه او د لوبډلې په ګټه یې د ۷۶ منډو پرمټ پنجاب ته د ۱۳۵ منډو هدف کېښود.

هند تجارتي ليګ یا ای پي ایل ۵۳مه لوبه د پنجاب کینګز او چینای سوپر کینګز لوبډلو ترمنځ په دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، چې پنجاب د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

چینای سوپر کینګز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۴ منډې وکړې، چې له ډلې يې فاف ډوپلیسي ۷۶ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د پنجاب کینګز له لورې له لورې په توپ اچونه کې ارشدیپ سینګ او کریس جورډن ښه وځلېده، دواړو درې دوه-دوه لوبغاړي وسوځول. دغه راز دن محمد شامي او روي بیشنوي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د یادولو وړ ده چې چینای سوپر کینګز لوبډله له وړاندې کوالیفای شوې ده، بلې لوري ته پنجاب کینګز لوبډله بیا ډېر لږ چانس لري چې پلی اپ پړاو ته لار ومومي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …