کورپاڼه / خپلواک / مکي ارتر د سريلانکا ملي لوبډلې روزونکى وټاکل شو
مکي ارتر

مکي ارتر د سريلانکا ملي لوبډلې روزونکى وټاکل شو

خپلواک وېبپاڼه (٤ دسمبر ٢٠١٩): د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى مشر روزونکى مکي ارتر اوس د سريلانکا کرکټ ملي لوبډلې روزونکى وټاکل شو، چې په خپل لومړي سفر کې به پاکستان ته لاړ شي او هلته به د پاکستان پر وړاندې د سريلانکا لوبډلې سره يو ځاى وي.

د رسنيو د راپورونو په وينا، د سريلانکا کرکټ بورډ له مکي ارتر سره د دوه کلونو قرارداد لاسليک کړى دى، چې هغه به اوس د سريلانکا کرکټ ملي لوبډلې د روزونکي دنده پر غاړه ولري او په خپل لومړي سفر کې به له سريلانکايي لوبډلې سره د پاکستان سفر ترسره کړي.

پاکستان او اسټراليا په روانه مياشت کې ټېسټ سيالۍ لري، چې ښايي په پاکستان کې ترسره شي او دا به د پاکستان لوبډلې د روزونکي له دندې ليرې کېدو وروسته لومړۍ ټېسټ سيالۍ وي چې د پاکستان پر وړاندې او د سريلانکا لپاره به د لوبډلې سره يو ځاى وي.

همدا راز د پاکستان د ملي لوبډلې د توپوهنې روزونکى ګرانټ فلاور هم بيا د سريلانکا کرکټ ملي لوبډلې سره يو ځاى شوى دى، چې په يو ورځنيو او شل اوريزو سياليو کې به د سريلانکا کرکټ ملي لوبډلې د توپوهنې د روزونکي دنده ترسره کوي.

د يادولو ده چې مکي ارتر د ٢٠١٩ نړيوال جام نه وروسته چې پاکستان پکې خرابې لوبې ترسره او تر سختو نيوکو لاندې راغى، د پاکستان کرکټ بورډ نوموړى له دندې ليرې کړ.

مکي ارتر د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د روزونکي په حېث له دندې ليرې کېدو وروسته په خپله يوه مرکه کې پر کرکټ بورډ سختې نيوکې هم کړې وې او ويلي يې و چې د پاکستانۍ لوبډلې لپاره يې خپل شخصي ژوند تباه کړ، خو دوى ورسره ناځواني وکړه.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …