کورپاڼه / جالب / په اسرایلو کې ۲۷۰۰ کاله پخوانی عصري تشناب موندل شوی

په اسرایلو کې ۲۷۰۰ کاله پخوانی عصري تشناب موندل شوی

په اسرایلو کې د یو پخواني شاهي محل په پاتې شونو کې د کېندنو پرمهال ۲۷۰۰ کاله پخواني عصري تشناب موندل شوی دی. دغه تشناب د عیسی علیه السلام له زېږون څخه اوه پېړۍ وړاندې دور پورې تړاو لري.

د رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي چې د اسرایلو د لرغونو آثارو ادارې (آی ای اي) له لورې په یو بیان کې ویل شوي، چې د اسرایلو په پلازمینه یروشلم کې کېندې ترسره شوي.

راپور زیاتوي چې دغه کېندنې په یو شاهي محل کې شوی او ددې کېندنو پرمهال یو داسې عصري تشناب موندل شوی، چې د عیسی علیه السلام له زېږون څخه اوه پېړۍ وړاندې دور پورې تړاو لري.

د یادې ادارې د بیان له مخې، موندل شوی تشناب د یهودا (حضرت یعقوب علیه السلام د زوی) دور پورې استعمالېده.

د اسرایلو لرغونو آثار اداره وایي چې دغه تشناب په ډېر هنر سره له تیږو تراشل شوی او په مستطیل شکل جوړ شوی او په منځ کې یې د یو سوري سره آرامه ځای هم جوړ شوی او د هغې ترڅنګ د فاضله موادو د راټولولو لپاره یوه ژوره ټینکۍ هم شتون لري. د یاد ادارې مشر وایي دا ډول تشناب ډېر لږ موندل کېږي، ځکه دا د شتمنو خلکو تشنابونه ول.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …