کورپاڼه / تجارتي ليګونه / پنجاب کینګز د چینای سوپر کینګز لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه

پنجاب کینګز د چینای سوپر کینګز لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه

کی اېل راهول د پنجاب کینګز لوبډلې لپاره ډېره زبردسته توپ وهنه وکړه او لوبډلې یې وشو کولی چې چینای سوپر کینګز ته ستره ماتې ورکړي.

هند تجارتي ليګ یا ای پي ایل ۵۳مه لوبه د پنجاب کینګز او چینای سوپر کینګز لوبډلو ترمنځ په دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، چې پنجاب د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

چینای سوپر کینګز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۴ منډې وکړې، چې له ډلې يې فاف ډوپلیسي ۷۶ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د پنجاب کینګز له لورې له لورې په توپ اچونه کې ارشدیپ سینګ او کریس جورډن ښه وځلېده، دواړو درې دوه-دوه لوبغاړي وسوځول. دغه راز دن محمد شامي او روي بیشنوي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

پنجاب کینګز لوبډلې یاد هدف په ۱۳ اورونو کې د څلور لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او چینای سوپر کینګز ته یې په شپږو ویکټو او ۴۲ توپونو ستره ماتې وکړه، چې راهول د ۹۸ ناسوځېدلو منډو په ترسره کولو د لوبې غوره لوبغاړی شو. د چینای لپاره بیا شردل ټاکور درې ویکټې ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …