کورپاڼه / د لوبو راپورونه / ایرلېنډ په شل اوریزه لوبه کې عربي اماراتو ته ماتې ورکړه

ایرلېنډ په شل اوریزه لوبه کې عربي اماراتو ته ماتې ورکړه

د متحده عربي اماراتو او ایرلېنډ ترمنځ د شل اوریزې لوبلړۍ په دویمه لوبه کې ایرلېنډ لوبډلې کوربه اماراتو ته ماتې ورکړه.

دغه لوبه چې د عربي اماراتو په کوربتوب په آی سي سي کرکټ اکاډومۍ کې ترسره شوه، د لوبې پچه اماراتو وګټله او پخپله یې توپ وهنه غوره کړه، چې بیا یې په شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ایرلېنډ د ۱۲۴ منډو هدف کېښود.

د اماراتو لپاره په توپ وهنه کې محمد عثمان ۳۵ او کاشف داود ۱۷ ترټولو زیاتې منډې جوړې کړې. دغه راز د ایرلېنډ لپاره کریټس کمپیر درې، مارک ادیر او ببن وایټ دوه-دوه لوبغاړي وسوځول.

د ایرلېنډ لوبډلې وشو کړای چې یاد هدف په ۱۸.۵ اورونو کې د درې لوبغاړو په سوځېدو په پوره کړ او کوربه لوبډلې ته یې ماتې ورکړه.

د ایرلېنډ لپاره پال سټرلینګ ۵۳ او کیون اوبراین ۴۶ ترټولو زیاتې منډې وکړې. باسیل حمید ښه توپ اچونه وکړه او درې لوبغاړي یې وسوځول.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …