کورپاڼه / تجارتي ليګونه / کلکتې د راجستان رایلز لوبډلې لپاره د ۱۷۲ منډو هدف وټاکه

کلکتې د راجستان رایلز لوبډلې لپاره د ۱۷۲ منډو هدف وټاکه

د کلکتې لوبډلې د پلی اپ پړاو ته د لار موندنې په هیله ډېره ښکلې توپ وهنه ترسره کړه او راجستان رایلز لوبډلې ته یې د ۱۷۲ منډو هدف کېښود.

هند تجارتي ليګ یا ای پي ایل ۵۴مه لوبه د راجستان رایلز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، چې راجستان د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

کلکته نایټ رایډرز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۱ منډې وکړې، چې له ډلې يې شبمن ګیل ۵۶، وینکټیش ایر ۳۸ او راهول تریپاتي ۲۱ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د راجستان رایلز له لورې له لورې په توپ اچونه کې کریس مورس، چیتن ساکریا، راهول ټویټا او ګلین پلیپس یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د یادولو وړ ده، چې کلکته نایټ رایډرز د ۱۲ نمرو په لرلو سره په جدول کې څلورم او راجستان رایلز د ۱۰ نمرو په لرلو اووم مقام لري.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …