کورپاڼه / تجارتي ليګونه / په ټي ټین لیګ کې ډېر افغانان واخیستل شول

په ټي ټین لیګ کې ډېر افغانان واخیستل شول

د متحده عربي اماراتو د دوبۍ لس اوریزه غوره لیګ، چې له دې وړاندې یې څلور پړاو سیالۍ ترسره شوي او ګڼ شمېر افغان لوبغاړو ور پکې برخه اخیستې، دا ځل بیاهم ډېر افغان لوبغاړي یاد لیګ ته واخیستل شول.

له هغې جملې افغان ورو توپ اچونکي قیس احمد یو ځل بیا په یاد لیګ کې له بنګله ټایګرز لوبډلې سره تړون لاسلیک کړی او حضرت ځاځی به هم ورسره ولوبېږي.

د افغان لوبډلې ځوان ورو توپ اچونکی نوین الحق بیا له ابوظبۍ سره پاتې شو او ډیلي بولز لوبډلې له ځان سره رحمن الله ګربز وساته او بل افغان لوبغاړی فضل الحق فاروقي به هم له ګربز سره یوځای په یاده لوبډله کې ولوبېږي.

دغه راز دکن ګلیډیټرز لوبډلې بیا دوه نور افغان لوبغاړي نجیب الله ځدران او د نولس کلنو لوبډلې پیاوړی ورو توپ اچونکی اظهارالحق نوید له ځان سره کړ.

ټاکل شوې ده چې د لس اوریز لیګ د پنځم پړاو لوبې به د راتلوونکې ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې میاشت کې په دوبۍ کې پیل شي، چې ټولې لس ورځې به دوام ولري.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …