کورپاڼه / کرکټ / این واټمور د انګلستان کرکټ بورډ له عمومي ریاست څخه د استعفاء لامل وښوده

این واټمور د انګلستان کرکټ بورډ له عمومي ریاست څخه د استعفاء لامل وښوده

این واټمور د انګلستان کرکټ بورډ له عمومي ریاست څخه د استعفاء لامل وښوده. نوموړي پخپل بیان کې ویلي چې د عمومي رییس په توګه هیلې ډېرې بدلې شوي او اوسنیو حالاتو راباندې ژوره اغېزه کړې.

هغه ویلي چې اوس ددې وخت دی چې د اي سي بي نوی رییس ټول مسولیتونه پر ځان ومني. باید یاده کړم چې انګلستاني رسنیو ادعا کړې چې د پاکستان سفر د لغوه کېدو په سبب پر این واټمور فشار و او همدا لامل و چې هغه استعفاء ورکړه.

د انګلستاني رسنیو پر وینا، این واټمور له خپلې ټاکلې مودې څخه وړاندې دنده پرېښوده، هغه د پنځه کلونو لپاره د دندې قرارداد لاسلیک کوی، خو یوازې لس میاشتې دنده یې ترسره کړه.

د یادولو وړ ده چې څه موده وړاندې د نیوزیلېنډ کرکټ بورډ له پاکستان سره خپل سفر په داسې حال کې لغوه کړ، چې لوبې ته لږ وخت پاتې ول او د لغوه کېدو لامل یې امنیتي ګواښونه په ګوته شوي ول.

له هغې وروسته انګلستان کرکټ بورډ هم اعلان وکړ، چې دوی هم پاکستان ته سفر نه کوي او لامل یې دا وښوده، چې لوبغاړي او نور غړي یې ذهني او بدني ارام ته اړتیا لري.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …