کورپاڼه / بېلا بېل / د انګلستان د ټینس لوبې مشهور لوبغاړي اینډي مری خپله ورکه شوې ګوتمه او بوټان ترلاسه کړل

د انګلستان د ټینس لوبې مشهور لوبغاړي اینډي مری خپله ورکه شوې ګوتمه او بوټان ترلاسه کړل

د انګلستان د ټینس لوبې مشهور لوبغاړي اینډي مری خپله ورکه شوې د واده ګوتمه او بوټان ترلاسه کړل. هغه دغه اعلان له خپل رسمي انستاګرام اکونټ څخه وکړ.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، د ټینس لوبې مشهور لوبغاړي خپله ورکه شوې د واده ګوتمه او بوټان ترلاسه کړه او په دې اړه یې له خپل رسمي انستاګرام اکونټ څخه یو ویډیویي پیغام هم خپور کړ.

اینډي مری پخپل ویډیویي پیغام کې ویلي دي، زه خپلو ټولو مینوالو او د هوټل ادارې ته دا ویل غواړم چې ما خپل بوټان بېرته ترلاسه کړل او ورسره د واده ګوتمې مې هم بېرته لاسته راغله.

نوموړي د خپلو بوټانو عکس هم خپور کړی، چې د هغې په تسمه کې د هغه د واده ګوتمۍ تړل شوي وي. باید یاده کړم چې د لوبې پرمهال اینډي عادت لري چې ګوتمه د بوټانو تسمې پورې وتړي.

څو ورځې وړاندې نوموړي له لوبې وروسته خپل بوټان د وچولو لپاره د موټر لاندې ایښي ول، چې بیا له هغه ځایه ورک شول. بیا اینډي پر ټولنیزو رسنیو اعلان وکړ چې بوټان او ګوتمۍ دې بېرته ور کړل شي ځکه په دې سره ګډ ژوند ستونزمن کېږي.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …