کورپاڼه / خپلواک / زه له ځانه ٢٣ کاله مشر کس سره په انډيوالۍ مشکل نه لرم، خلکو ته څه تکليف دى؟
کيملا مورون او ليونارډو ډي کيپريو

زه له ځانه ٢٣ کاله مشر کس سره په انډيوالۍ مشکل نه لرم، خلکو ته څه تکليف دى؟

خپلواک وېبپاڼه (٤ دسمبر ٢٠١٩): د امريکا نوې مشهوره کېدونکې او راپورته کېدونکې موډله او ممثله ٢٢ کلنه کيملا مورون وايي، چې هغه له ځانه د ٢٣ کاله مشر اداکار ليونارډو ډي کيپريو سره په اړيکو هېڅ  مشکل نه لري، نو خلکو ته ولې تکليف دى؟

کيملا مورون چې ارجينټاين الاصله امريکايۍ ماډله او اداکاره ده، چې تراوسه پورې يې يوازې په ٤ فلمونو کې کار کړى دى، خو هغه تر اداکارۍ زياته په موډلنګ کې نوم پېدا کړى دى. کيملا مورون له موډلنګ مخکې اداکاري پيل کړې وه، خو زيات شهرت يې په موډلنګ کې ترلاسه کړ.

خو نوموړې هغه وخت ډېره مشهوره شوه، چې کله دا خبر راغى چې کيملا مورون له ځانه ٢٣ کاله مشر ٤٥ کلن اداکار ليونارډو ډي کيپريو سره انډيوالي جوړه کړې ده. له خپل ځانه دوه دومره مشر اداکار سره په اړيکو پر هغې سختې نيوکې وشوې.

د دواړو ترمنځ تېر کال اړيکې جوړې شوې دي او ډېرى مهال دواړه يو ځاى ليدل کېږي. خو د سختو نيوکو نه وروسته هغې په لومړي ځل خلکو ته سخت ځواب ورکړ.

نوموړې له يوې امريکايۍ ورځپاڼې سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې هغه په خپله له ځانه د ٢٣ کاله مشر اداکار سره په مينه هېڅ مشکل نه لري، خو نه پوهېږي چې خلکو ته ولې تکليف دى.

کيملا مورون او ليونارډو ډي کيپريو ١

هغې همدا راز په خپلو خبرو کې وويل، چې تر هغې مخکې هم نجونو له ځانه د ډېر عمر فلمي اداکارانو سره اړيکې درلودې او تاريخ د داسې اړيکو نه ډک دى. هغه وايي چې هغې ته په دې اړيکو هېڅ مشکل نشته، نو ځکه د خلکو نيوکو ته هم هېڅ پام نه کوي.

هغه همدا راز وايي، تر هغې به له داسې خلکو سره مينه کوي، تر څو چې يې کولاى شوه. کيملا مورون وايي، چې هغه ډېره حېرانه ده، چې خلکو ته د هغې د ليونارډو ډي کيپريو سره په مينه خلک ولې دومره حېرانه دي؟

هغه وايي، چې خلک د هغې د موډلنګ او اداکارۍ پر ځاى د هغې په مينه ډېرې خبرې کوي.

کيملا مورون که څه هم په هالي ووډ سينما کې نوې ده، خو هغه په ورو ورو خپل ځانګړى مقام پېدا کوي او همدا راز له فلمونو بيا ډېره پاملرنه موډلنګ ته کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …