کورپاڼه / ريکارډونه / شعیب ملک دریم لوبغاړی شو چې په شل اوریزو لوبو کې ۱۱۰۰۰ منډې جوړوي

شعیب ملک دریم لوبغاړی شو چې په شل اوریزو لوبو کې ۱۱۰۰۰ منډې جوړوي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړی شعیب ملک، په شل اوریزو لوبو کې له کریس ګیل او کیرن پولارډ وروسته دریم لوبغاړی شو، چې ۱۱۰۰۰ منډې بشپړوي.

شعیب ملک په ۴۲۲ لوبو کې برخه اخیستې او په ۴۱۲ پاڼیو کې یې ۱۱۰۱۴ منډې جوړې کړي، چې په دې ۶۷ نیمه سلیزې شاملې دي او غوره منډې یې ۹۵ ناسوځېدلي دي.

په لومړي مقام کې ویسټ انډیزی لوبغاړی کریس ګیل ځای لري، هغه ۴۴۸ لوبو کې برخه اخیستې او په ۴۴۰ پاڼیو کې یې ۱۴۲۷۶ منډې جوړې کړې، چې ۲۲ سلیزې او ۸۷ نیمه سلیزې پکې شاملې دي او غوره منډې ۱۷۵ ناسوځېدلي دي.

په دویم مقام کې بل ویسټ انډیزی لوبغاړی کیرن پولارډ ځای لري. هغه په ۵۶۷ شل اوریزو لوبو برخه اخیستې او په ۵۰۲ پاڼیو کې یې ۱۱۲۲۳ منډې جوړې کړي، چې یوه سلیزه او ۵۶ نیمه سلیزې پکې شاملې دي او غوره منډې یې ۱۰۴ دي.

د یادولو وړ ده چې شعیب ملک د اسیا په کچه د غوره لوبغاړي په توګه د زیاتو جایزو اخیستلو ریکارډ هم له ځان سره لري. هغه ۳۵ ځله په شل اوریزو لوبو کې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …