کورپاڼه / تجارتي ليګونه / نن د آی پي اېل لیګ وروستۍ لوبې په یو وخت ترسره کېږي؛ آیا ممبۍ د مخکې تګ چانس لري؟

نن د آی پي اېل لیګ وروستۍ لوبې په یو وخت ترسره کېږي؛ آیا ممبۍ د مخکې تګ چانس لري؟

نن د آی پي اېل د لیګ پړاو سیالیو وروستۍ لوبې ترسره کېږي او دواړه وروستۍ لوبې به پر یو وخت یعنې د ماښام په ۶:۳۰ دقیقو ترسره شي.

د نن ورځې په لومړۍ او د آی پي اېل په ۵۵مه لوبه کې سنرایزر حیدر آباد او ممبۍ انډینز لوبډلې سره مخ کېږي. که چېرته د ممبۍ لوبډله غواړي پلی آپ پړاو ته لار ومومي، نو باید حیدر آباد ته په ۱۷۱ منډو ماتي ورکړي او که حیدر آباد توپ وهنه غوره کړه نو ممبۍ د مخکې تګ هیڅ چانس نلري.

که چېرته ممبۍ لوبډله په دومره ستر توپیر بریا ونه توانېږي، نو له پلی اپ سیالیو به پاتې کېږي او کلکته نایټ رایډرز لوبډله به مخکې ځي او د بل پړاو لوبې به ترسره کوي.

بل لوري ته د نن په دویمه لوبه او د آی پي اېل لیګ په ۵۶مه لوبه کې د رایلز چیلنجر بېنګلور او ډهلي کپیټلز لوبډلې سره مخ کېږي.

که چېرته بېنګلور غواړي چې دویم مقام خپل کړي، نو هغوی هم باید د ډهلي کپیټلز لوبډلې ته په ۱۶۳ منډو ستر توپیر ماتې ورکړي، که څه هم په دومره لوی توپیر ماتې ورکول ناممکن نه دي، خو ستونزمن ضرور دي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …