کورپاڼه / کرکټ / که پاکستان په نړیوال جام کې هند ته ماتې ورکړي؛ نو یو بله ګټه به هم وکړي

که پاکستان په نړیوال جام کې هند ته ماتې ورکړي؛ نو یو بله ګټه به هم وکړي

د هند او پاکستان کرکټ لوبډلو ترمنځ لوبې د نړۍ له ترټولو غوره سیالیو څخه دي او کله چې د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبې وي، نو د نړۍ په ګوټ-ګوټ کې خلک څاري او ځینې خو پرې شرطونه هم ږدي.

دا ځل له ډېرې مودې وروسته دواړه لوبډلې په نړیوال جام کې سره مخ کېږي، خو باید یاده کړم چې تر اوسه پورې په هیڅ نړیوال جام کې پاکستان نه دی توانېدلی چې هند ته ماتې ورکړي.

په همدې لړ کې یو پاکستاني سوداګر یو لوی داو وهلی او د پاکستان کرکټ بورډ ته یې ویلي، که چېرته په نړیوال جام کې هند ته ماتې ورکړي نو هغه به ورته سپین چک ورکوي او په هغې چې څومره پیسې لیکي نو سوداګر به یې ورکړي.

دغه لوبه چې د روانې میاشتې په ۲۴مه نېټه په دوبۍ کې ترسره کېږي، له وړاندې ورته د یو ساعت په شاوخوا کې ټول ټکیټونه وپېرل شول.

د یادولو وړ ده چې پاکستان کرکټ بورډ پرېکړه کړې، چې د کرکټ اقتصاد به ښه کوي او په دې اړه د یاد کرکټ بورډ رییس رمیز راجا یوې غونډې ته خبرې هم کړې وې او ویلي ول چې د کرکټ بودیجه به ډېروي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …