کورپاڼه / کرکټ / چینای سوپر د دیپک چاهار د کوژدې لمانځنه وکړه

چینای سوپر د دیپک چاهار د کوژدې لمانځنه وکړه

چینای سوپر کینګز لوبډلې د لیګ په وروستۍ لوبه کې له پنجاب کینګز لوبډلې سره مخ شوه او پنجاب د کی اېل راهول د ښې توپ وهنې پرمټ چینای ته زبردسته ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې د چینای توپ اچونکی دیپک چاهار ښه توپ اچونه ونه کړه او په څلور اورونو کې یې پرته له کومې ویکټې ۴۸ منډې وکړې، خو له لوبې وروسته یې دغه ورځ د ځان لپاره یادګاري وګرځوله.

نوموړي له لوبې وروسته خپلې انډیوالې جیا ته د کوژدې وړاندیز ورکړ، چې بیا هغې ومانه او یو بل ته ګوتمې په ګوته کړې او شاوخوا کسانو په چکچکو بدرګه کړل.

له هغې وروسته د چینای سوپر کینګز لوبډلې له لورې ورته مراسم برابر شول او د دیپک او جیا په دې مراسم کې د کیک په پرې کولو سره د خپلې کوژدې ورځ ولمانځله.

د یادولو وړ ده چې دیپک چاهار او جیا له څو میاشتو راهیسې سره ملګري دي. جیا ددې لپاره چې خپل انډیوال خوښ وساتي، عربي اماراتو ته ورغله او هلته یې کوژده وکړه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …