کورپاڼه / روغتيا / که چېرته غواړئ وزن کم کړئ نو پالک وخورئ

که چېرته غواړئ وزن کم کړئ نو پالک وخورئ

د وزن زیاتوالی یوه داسې ستونزه ده، چې هوارول یې تقریباً ناممکنه ګڼل کېږي، خو پالک یو له هغه خوراکي توکو څخه دي، چې ذکر شوې ستونزه حلوي. که څه هم هره یوه ترکاري یا خوراکي توکي د ځانګړو ګټو لرونکي وي، خو پالک یو له هغه خوراکي توکو څخه دي، چې د وزن په کمولو کې مرستندویه تمامېږي.

اوسمهال د یوې نوې څېړنې له مخې معلومه شوه، چې پالک د غیر روغتیایي خوړو د لوږې اشتها کموي او د وزن په کمښت کې مرستندویه وي. د څېړنې له مخې ویل کېږي، چې د شنو پاڼو لرونکو خوراکي توکو څخه یو یې پالک دي، چې زیات شوی وزن کموي.

دغه راز د وزن د کمولو لپاره اړینه ده، چې پخپلو غذایي یا خوراکي توکو کې د کالورۍ استعمال کم کړو او پالک هغه خوراکي توکي دي، چې د کالورۍ اندازه یې بیخي ښکته ده.

ددې لپاره چې په خپل وزن کې کموالی راولو، باید په ورځني ډول پخپلو خوراکي توکو کې پالک شامل کړو. ویل کېږي چې په یو خوراک پالکو کې د کالورۍ کچه یوازې اوه وي. سربېره پردې د پالکو په جوړښت کې فایبر هم شتون لري، چې د کالورۍ په کنټرولولو کې ګټور تمامېږي.

روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته پخپلو ورځنیو خوراکي توکو کې په لږه اندازه پالک شامل کړو، نو په څو ورځو کې به پخپل ځان کې ښکاره توپیر ووینو او په زیات شوي وزن کې به مو کمښت راشي. د پالکو په جوړښت کې موجود فایبر تر ډېره پورې خېټه ډکه ساتي، د لوږې احساس کموي او د ډېرې کالورۍ په استعمال هم بندیز لګوي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …