کورپاڼه / جالب / هغه شخص، چې ډېر ودونه یې کړي، پر ژوند د فلم جوړولو لپاره چمتوالی نېول شوی

هغه شخص، چې ډېر ودونه یې کړي، پر ژوند د فلم جوړولو لپاره چمتوالی نېول شوی

الماني فلم جوړونکی سوین ایبلنګ، چې د فلم جوړولو په برخه کې یې د آسکر جایزه هم ترلاسه کړې ده، د بریتانیې پر هغه اوسیدونکې یې د فلم جوړولو لپاره چمتوالی نېولی، چې ډېر ودونه یې کړي دي.

د دی سن ورځپاڼې د راپور پر اساس ویل کېږي، چې یاد شخص درې اویا کاله عمر لري او رون شیپرډ نومېږي. نوموړي تر اوسه پورې اته ودونه کړي او هیله لري چې له مړینې وړاندې یو بل واده هم وکړي.

شیپرډ په ۲۰۱۴ کال خپل ژوند لیک لیکلی دی او دغه کتاب د الماني فلم جوړونکي سوین ایبلنګ له نظر څخه تېر شوی او پر کتاب یې د فلم جوړولو لپاره له شیپرډ سره اړیکه نېولې ده.

ویل کېږي چې اته څلویښت کلن اداکار جیډ لا به په دې فلم کې د شیپرډ رول ولوبوي. شیپرډ د بریتانیې د سمرټن ښار اوسیدونکی دی، نوموړي په ۱۹۶۶ کال لومړنی واده وکړ او وروستی واده یې په ۲۰۱۶ کال وکړ.

شیپرډ ویلي، چې ډېر غوره ژوند یې کړی او لومړی واده یې په نولس کلنۍ کې وکړ، خلک زما د واده په اړه خبرې کوي خو زه له خپل کار ډاډه یم څه مې کړي، ښه مې کړي، ماته یو ارواپوه ویلي چې ته په مینه روږدی یې.

دا هم ولولئ

هرتیک روشن: سیف علي خان یو غوره اداکار دی

د بالیووډ مشهور اداکار هرتیک روشن وايي، سیف علي خان د فلمي صنعت یو له …