کورپاڼه / بېلا بېل / د سولې په برخه کې د نوبل جایزه دوو خبریالانو ته ورکړل شوه

د سولې په برخه کې د نوبل جایزه دوو خبریالانو ته ورکړل شوه

د ناروې د نوبل ادارې پرېکړه کړې چې د ۲۰۲۱ کال د نوبل جایزه روسي خبریال دميتري مرادوف او فليپينۍ خبريالې راپلر ماريا ته د بيان آزادۍ په دفاع کې د دوی د ونډې له امله په ګډه ورکړل شوه.

راپورونه وایي محترمې ماریا او محترم مرادوف ته په فلیپین او روسیه کې د بیان آزادۍ لپاره په زړورتیا سره د مبارزې لپاره د سولې نوبل جایزه ورکړل شوه.

دوی په داسې حالت کې د ټولو خبریالانو نماینده ګي کوي او د هغوی لپاره یو مثال دی، چېرته چې جمهوریت او د بیان آزادي پر وړاندې منفي حالات شتون لري.

ماریا د بیان آزادۍ د ځواک غلط، تشدد او په فلیپین کې له زور زیاتی څخه پرده پورته کړې ده. نوموړي په ۲۰۱۲ کال د څېړنیز ژورنالیزم لپاره د ډیجیټل شرکت ګډ بنسټ کېښود.

دميتري مرادوف له څو لسیزو راهیسې په روسیه کې د بیان آزادۍ پر وړاندې ستونزو حالاتو سره مبارزه کړې او د نووايا ګازيته- نوې ورځپاڼه” مسوول مدير هم دی.

دا هم ولولئ

هغه پنځه چارې چې زموږ په ټولنه کې شته، خو منفي اغېزې لري

زموږ په ټولنه کې ډېر روایتونه موجود دي، په کورونو کې عموماً لویان پر کشرانو …