کورپاڼه / جالب / حیرانوونکې ادعا: د فیسبوک، وټساپ او انستاګرام په بندېدو کې د فضایي مخلوق لاس دی

حیرانوونکې ادعا: د فیسبوک، وټساپ او انستاګرام په بندېدو کې د فضایي مخلوق لاس دی

دوه ورځې وړاندې ټولنیزې رسنۍ فیسبوک، انستاګرام، وټساپ او میسنجر د اوو ساعتونو لپاره په ټوله نړۍ کې بند شوی و، چې بیا یادې ادارې وویل چې د تخنیکي ستونزو په سبب خدمتونو درېدلي ول.

له دې سربېره په دې اړه سازشي نظریې هم خپرېږي او ډېر شمېر خلک داسې ادعا کوي چې دا کار د هیکرانو دی او له فیسبوک، انستاګرام او وټساپ څخه د زرګونه کسانو ډیټا غلا شوې ده.

خو اوس په دې اړه یوه حیرانوونکې ادعا شوې ده. د دی سن ورځپاڼې له مخې ویل کېږي، چې د یوه څلور اویا کلن امنیتي کارپوه یوري ګیلر ادعا کړې، چې د یادو ټولنیزو رسنیو په بندېدو کې د فضایي مخلوق لاس دی.

یوري پر خپل ټویټر اکونټ د یوه ټویټر په ذریعه ویلي دي، د پینټاګون ملي امنیتي اداره په دې اړه څېړنې کوي او ویلي دي چې دا ډول کړنې د فضایي مخلوق ټیکنالوژي کولی شي.

یاد کارپوه ویلي دي چې فضایي مخلوق پر ځمکه اټومي وسلې هم په نښه کولی شي. دغه راز دا غوښتنه هم شوې چې په دې اړه دې څېړنې وشي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …