کورپاڼه / ريکارډونه / راشد خان د لاسیت ملینګا ریکارډ ته ځان ورساوه

راشد خان د لاسیت ملینګا ریکارډ ته ځان ورساوه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی ورو توپ اچونکي راشد خان د سریلانکایي چټک توپ اچونکي لاسیټ ملینګا ریکارډ ته ورساوه. نوموړي په شل اوریزو لوبو کې ۳۹۰ ویکټې پوره کړې.

راشد خان خپله ۳۹۰مه ویکټ پخپله ۲۸۳مه لوبه کې د هند په سترګو تجارتي سیالیو (آی پي اېل) کې د رایل چیلنجر بېنګلور پر وړاندې پوره کړه.

په دې نوملړ کې لومړی مقام د ویسټ انډیز الراونډر لوبغاړي ډیوین براوو سره دی. نوموړي په شل اوریزو لوبو کې ترټولو زیاتې ۵۴۹ ویکټې ترلاسه کړي دي.

په دویم مقام کې د سویلي افریقا ورو توپ اچونکی عمران طاهر ځای لري، هغه په شل اوریزو لوبو کې ۴۲۰ ویکټې ترلاسه کړي او په دریم مقام کې د ویسټ انډیز بل لوبغاړی سنیل ناراین دی. هغه په شل اوریزو لوبو کې ۴۱۹ ویکټې لري.

ورپسې افغان لوبغاړی راشد خان او د سریلانکا چټک توپ اچونکی لاسیت ملینګا ځای لري، دواړو په شل اوریزو لوبو کې ۳۹۰ ویکټې ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …