کورپاڼه / د لوبو راپورونه / سکاټلېنډ د پاپو نیوګیني لوبډلې ته ماتې ورکړه

سکاټلېنډ د پاپو نیوګیني لوبډلې ته ماتې ورکړه

د سکاټلېنډ او پايو نیوګیني لوبډلې ترمنځ په یوه شل اوریزه لوبه کې سکاټلېنډ لوبډله وتوانېدله چې یادې لوبډلې ته ماتې ورکړي.

دغه لوبه د عربي اماراتو په کوربتوب په آی سي سي کرکټ اکاډومۍ کې ترسره شوه، چې د لوبې پچه د پاپو نیوګیني لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

پاپو نیوګیني لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۴ منډې جوړې کړې، چې له ډلې یې اسد والا ۵۵ او سیسي بیو ۳۸ ترټولو زیاتې منډې جوړې کړې. د سکاټلېنډ لپاره حمزه طاهر دوه ویکټې ترلاسه کړې.

سکاټلېنډ د ۱۵۵ منډو هدف په ۱۷.۵ اورونو کې د ۲ ویکټو په زیان پوره کړ او پاپو نیوګیني ته یې په ۸ ویکټو او ۱۳ توپونو په زړه پورې ماتې ورکړه.

د سکاټلېنډ لپاره جورج مونسي ۵۰، ریچي برینګټن ۴۱ او کالم میکلوډ ۲۷ ناسوځېدلې منډې وکړې. دغه راز د پاپو نیوګیني لپاره چهاد سوپر او چارلیس امیني یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …