کورپاڼه / جالب / خاوند خپله میرمن له ټولنیزو رسنیو منع کړې، هغې محکمه کې د طلاق اخیستلو قضیه پرې ثبت کړه

خاوند خپله میرمن له ټولنیزو رسنیو منع کړې، هغې محکمه کې د طلاق اخیستلو قضیه پرې ثبت کړه

د سعودي عربستان د مکې مکرمې په ښار کې یوې میرمنې محکمې ته د نکاح د ختمولو لپاره، په دې سبب مراجعه وکړه چې خاوند یې له ټولنیزو رسنیو منع کوله.

د العربیه ورځپاڼې د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د یادې میرمنې واده څو کلونه وړاندې ترسره شوی دی او خاوند یې ځکه له ټولنیزو رسنیو څخه منع کړې، چې هلته په سوداګریزو اعلانونو کې راڅرګنده نشي او محرمیت یې خوندي وي.

خو د دواړو ترمنځ په نکاح خط کې په دې شرط خبره شوې وه، چې خاوند حق نه لري چې خپله میرمن له کار کولو راوګرځوي، خو اوس هغه یاد شرط مات کړ.

د خبري اژانس د راپور له مخې ویل کېږي، چې دواړه خواوو لپاره دا جایز نه ده، چې هغوی دې په تړون کې کوم ډول دوکه یا چل ول شامل کړي.

راپور زیاتوي، چې اسلامي شریعت په هر ډول تړون کې له دوکې یا چل ول څخه منع فرمایلې ده او په دې تړونونو کې د نکاح تړون هم شامل دی.

دا هم ولولئ

دې شخص په ۲۴ ساعتونو کې ۵۰ هوټلونو ته په تګ ریکارډ جوړ کړی

په اوسني وخت کې ریکارډ جوړونه ډېره آسانه شوې او په هره برخه کې جوړېږي …