کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د افغانستان د دفاع پخواني وزیر زوي په امریکا کې په ۲۰ میلیونه ډالره کور اخیستی
حامد وردګ

د افغانستان د دفاع پخواني وزیر زوي په امریکا کې په ۲۰ میلیونه ډالره کور اخیستی

د افغانستان اسلامي جمهوریت د لوړپوړو چارواکو د فساد کیسې هره ورځ راښکاره کېږي، تازه ویل کېږي چې د دفاع وزارت د پخواني وزیر زوی په امریکا کې په ۲۰ میلیونه امریکايي ډالرو کور اخیستی دی.

د معلوماتو له مخې، د افغانستان د دفاع وزارت پخواني وزیر عبدالرحیم وردګ زوی حامد وردګ د امریکا په کالیفورنیا کې یو ګرانبیه کور اخیستی دی.

دغه کور په شل میلیونه او نهه سوه زره امریکايي ډالرو باندې اخیستل شوی دی، چې لازمي خبره ده دومره ډېرې پېسې د همدغه وزارت پر مهال له افغانستان څخه بېرته امریکا ته وړل شوي دي.

د حامد وردګ په اړه دوه کاله مخکې یوې امریکايۍ موډلې هم ادعا کړې وه، چې د نړیوالو رسنیو پام یې خپل کړی و، هغه ویلي و چې حامد وردګ ورباندې تـیـرـ ی کړی و.

د حامد وردګ په اړه دا هم ویل کېږي چې هغه په کابل کې هم په دوه پېښو کې ښکېل و، خو د خپل پلار له امله له کابل څخه روغ امریکا ته لاړ او اوس هم په امریکا کې ژوند کوي.

دا هم ولولئ

اڅکزی، بــرا در ته: د افغانستان د قضيې د حل لپاره په عاجل ډول لویه جرګه جوړه کړه

د کوزې پښتونخوا د عوامي ملي ګوند مشر محمود خان اڅکزي له ا.ا او په …