کورپاڼه / ريکارډونه / ایشان کیشن د سږني آی پي اېل ترټولو چټکه پنځوسیزه ووهله

ایشان کیشن د سږني آی پي اېل ترټولو چټکه پنځوسیزه ووهله

د ممبۍ انډینز لوبډلې تکړه توپ وهونکي ایشان کیشن د سنرایزر حیدر آباد پر وړاندې په ۱۶ توپونو چټکه پنځوسیزه ووهله، په دې سره دا سږني آی پي اېل ترټولو چټکه پنځوسیزه هم شوه.

دغه د آی پي اېل په تاریخ کې دا پنځه چټکه پنځوسیزه وشمېرل شوه. له هغه وړاندې د ترټولو چټکې نیمه سلیزې ریکارډ له کی اېل راهول سره دی، هغه په ۱۴ توپونو ترټولو چټکه پنځوسیزه وهلې ده.

په دویمه او دریم مقام کې یوسیف پټان او سنیل ناراین ځای لري، هغوی دواړو په ۱۵ توپونو د آی پي اېل چټکه پنځوسیزه لري، په څلورم او مقام کې سریش رینا او ایشان کیشن ځای لري، دواړو په ۱۶ توپونو نیمه سلیزې جوړې کړي دي.

دغه راز ایشان کیشن د ممبۍ انډینز لوبډلې لومړنی لوبغاړی شو، چې په ۱۶ توپونو چټکه پنځوسیزه وهي. له نوموړي وروسته کیرن پولارډ دوه ځلې، هاردیک پانډیا یوځل او یو ځل پخپله ایشان کیشن په ۱۷ توپونو چټکې نیمه سلیزې لرلې.

د یادولو وړ ده، چې په نننۍ لوبه کې ایشان کیشن د سنرایزر حیدر آباد پر وړاندې په ۳۲ توپونو ۸۴ منډې وکړې، چې ۱۱ څلوریزې او ۴ شپږیزې پکې شاملې وې.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …