کورپاڼه / کرکټ / د نیوزیلېنډ کرکټ بورډ ومنله چې دوی بیا پاکستان ته ځي

د نیوزیلېنډ کرکټ بورډ ومنله چې دوی بیا پاکستان ته ځي

د نیوزیلېنډي رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د نیوزیلېنډ کرکټ بورډ منلې چې دوی بیا پاکستان ته د تګ اراده لري او د یاد هېواد کرکټ د پاکستان کرکټ بورډ سره په اړیکه کې دی.

راپور زیاتوي چې د نیوزیلېنډ کرکټ بورډ اجراییوي رییس ډیویۀ وایټ د پاکستان کرکټ بورډ سره خبرې کوي او له ۲۰۲۳ کال وړاندې دواړه ادارې د لغوه شوې لوبلړۍ په بیا ترسره کولو راضي دي.

بل لوري ته د پاکستان کرکټ بورډ نوي رییس رمیز راجا تېره ورځ د پاکستان کرکټ مینوالو ته زېری ورکړی و او ویلي ول چې نیوزیلېنډ به د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې پاکستان ته راشي.

دا په داسې حال کې ده چې د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډله تېره میاشت د پاکستان لوبډلې سره د درې یوه ورځنیو او پنځه شل اوریزو لوبو د ترسره کولو لپاره راغلې وه.

خو د لوبې له پیل څخه وړاندې د نیوزیلېنډ له لورې یاده لوبلړۍ لغوه اعلان شوه او لامل یې دا وښوده چې هغوی د امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

دا هم ولولئ

هند، انګلستان ته، استرالیا، نیوزیلېنډ ته او سریلانکا نمیبیا ته ماتې ورکړه

د شل نړیوال جام د سوپر (۱۲) پړاو تمریناتي لوبو کې هند، انګلستان ته په …