کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ممبۍ د حیدر آباد لپاره ۲۳۶ او ډهلي د بېنګلور لپاره ۱۶۵ هدف کېښود

ممبۍ د حیدر آباد لپاره ۲۳۶ او ډهلي د بېنګلور لپاره ۱۶۵ هدف کېښود

د آی پي اېل لیګ په وروستیو لوبو کې د ممبۍ انډینز لوبډلې د سنرایزر حیدر آباد لپاره د ۲۳۶ او ډهلي کپیټلز د رایل چیلنجر بېنګلور لپاره د ۱۶۵ منډو هدف کېښود.

د آی پي اېل لیګ په ۵۵مه لوبه کې چې په شیخ زاید لوبغالي کې د ممبۍ انډینز او سنرایزر حیدر آباد ترسره کېږي، د ممبۍ انډینز لوبډلې د پچې تر ګټلو وروسته توپ وهنه غوره کړه.

بل لوري ته په ۵۶مه لوبه کې د دوبۍ په نړیوال کرکټ لوبغالي کې د ډهلي کپیټلز او رایل چیلنجر بېنګلور ترمنځ ترسره کېږي، بېنګلور د پچې تر ګټلو وروسته توپ اچونه غوره کړه.

ممبۍ انډینز په ټاکلو ۲۰ اورونو د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۵ منډې وکړې، چې له ډلې یې ایشان کیشن ۸۴ او سوریا کمار یادیو ۸۲ زیاتې منډې وکړې. د حیدر آباد لخوا جیسن هولډر ۴، راشد خان او ابیشک شرما ۲-۲ او عمران ملک ۱ ویکټ ترلاسه کړه.

ډهلي کپیټلز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۴ منډې جوړې کړې، چې له ډلې یې پریتي شاو ۴۸ او شکر دهوان ۴۳ ترټولو زیاتې منډې وکړې. د بېنګلور لپاره محمد سراج دوه، هرشل پټیل او دن کریستن یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

رمیز راجا: موږ غواړو چې د هند له کرکټ بورډ سره اړیکې ولرو

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) عمومي رییس رمیز راجا ویلي دي، موږ غواړو …