کورپاڼه / کرکټ / نجیب ځدران: انستاګرام اکونټ مې هیک شوی، زما په واک کې نه دی

نجیب ځدران: انستاګرام اکونټ مې هیک شوی، زما په واک کې نه دی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کیڼ لاسی توپ وهونکی او د شل اوریزو لوبو مرستیال لوبډلمشر نجیب ځدران ویلي دي، چې انستاګرام یې هیک شوی دی.

نجیب ځدران پر خپله فیسبوکپاڼه د یو پوسټ په مرسته ټولو ملګرو او مینوالو ته د خپل انستاګرام اکونټ د هیک کېدو په اړه خبر ورکړی دی.

نوموړي پر فیسبوکپاڼه په پښتو او انګلیسي ژبه لیکلي دي:((زما انسټګرام اکاونټ هیک شوی او في الحال زما په اختیار کې ندی.))

نوموړي دا هم ویلي دي، چې له څو ساعتونو راهیسې اکونټ هیک شوی او هڅه کوي چې بېرته یې ترلاسه کړي. دغه راز زیاته کړې یې ده، که چېرته چاته ترې پیغام ورلېږلی شوي، نو د هغې مسول نه دی.

نجیب ځدران له خپلو مینوالو غوښتنه هم کړې او ویلي یې دي:((که کوم ملګری/مینوال همکاري کولی شې مننه به یې وي، همدا زما یواځینی ویریفای انسټګرام ده.))

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …