کورپاڼه / خبرونه / د ای پي ایل په نننۍ لوبه کې محمد نبي ځانګړی ریکارډ جوړ کړ
محمد نبي

د ای پي ایل په نننۍ لوبه کې محمد نبي ځانګړی ریکارډ جوړ کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره الراونډر لوبغاړی محمد نبي چې نن یې د سنرایزرز حېدراباد لپاره لومړۍ لوبه ترسره کړه، که څه هم په توپ اچونه او توپوهنه کې ونه ځلېده، خو په ډګرساتنه کې یې بیا ستر ریکارډ په خپل نوم کړ.

محمد نبي نن د ممبۍ انډینز پر وړاندې په لوبه کې ولوبېده، چې دا د حېدراباد وروستۍ لوبه هم ده، خو نوموړي په دې لوبه کې دد روهیت شرما، سوریا کمار یادو، جیمس نیشام، کرونال پانډیا او ناتن کولټر نیل کېچونه ونیول، چې په یوه لوبه کې د پنځه کېچونو ریکارډ یې جوړ کړ.

له دې مخکې د ای پي ایل په تاریخ کې کوم ډګرساتونکی په دې نه و توانېدلی چې په یوه لوبه کې پنځه کېچونه ونیسي. مخکې یو شمېر لوبغاړو په یوه لوبه کې ۴ کېچونه نیولي دي، چې په هغوی کې سچن ټنډولکر، ډیویډ وارنر، ژاک کیلس، راهول ټیواټیا، ډیویډ میلر، فاف ډوپلیسي او روینډرا جډیجا شامل دي.

د یادولو وړ ده چې د ممبۍ انډینز پر وړاندې په لوبه کې محمد نبي بیا په توپ اچونه کې په ۳ اورونو کې ۳۳ منډې ورکړې خو کومه ویکټ یې ترلاسه نه کړای شوه. همدا راز په توپوهنه کې یې یوازې ۳ منډې وکړې.

محمد نبي ته په ۲۰۲۱ کال سیالیو کې په لومړیو نیمايي لوبو کې په ۲ لوبو کې د لوبېدو چانس ورکړل شوی و، خو اوس پاتې نیمايي لوبې چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي، نو یوازې په یوه لوبه کې د لوبېدو چانس ورکړل شو.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …